د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي بودجې د تنظیم په اړه یادې ادارې د بېلابېلو څانګو د مسئولانو په ګډون غونډه ترسره شوه او د بودجوي پلان د بډاینې په اړه پکې نظرونه وړاندې شول. کابل ښاروال وويل، چې لومړیتوب ته په کتو د ښاري اړتیاو د پوره کولو په موخه بايد د کابل ښاروالۍ پراختيايي بودجه ترتيب او مصرف شي. نوموړي زیاته کړه چې، د بودجې د تنظیم ټولې اداري چارې باید په دقت ترسره شي، څو ورسره ودانیزې پروژې چټکې پلې شي. کابل ښاروال ټینګار وکړ، چې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول باید په وخت او معیاري توګه ترسره شي.