الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ښکلا له پروژو څخه څارنه وشوه!

11 میزان 1401

 8987.jpg (1820 × 1024)

 په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، په داسې حال کې چې د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد یې ملتیا کوله، د ښار په بیلابیلو برخو کې یې د ښاري ښکلا له پروژو څخه څارنه وکړه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د پنجصد فامیلو څلورلارې، په ده افغانانو کې د زیر زمینی د سر څلورلارې، سپاهي ګمنام چوک او له پل باغ عمومي تر پل خشتي  پورې د غځیدلي سړک د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار د کیفیت او چټکتیا په موخه یې مسئولانو ته لازمې لارښوونې وکړې. د یادو پروژو د لیدنې په مهال مولوي منصور وویل: د کابل ښار د سمسورتیا او لا ښکلا په موخه، د ښار په بیلابیلو برخو کې د ښاري ښکلا یوشمیر پروژې طرحه او ډیزاین شوې چې  یو په بل پسې به پلي شي.  د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د هیواد له سوداګرو  او نورو پانګوالو وغوښتل څو د ښاري ښکلا پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.  کابل ښاروالۍ د ښار په بیلابیلو برخو کې د ښاري ښکلا پروژې، ځای او تاریخي ارزښت ته په کتو د معمارۍ په پخوانۍ بڼه ډیزاین کړې دي چې په لوړ کیفیت سره به پلې شي.