د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې ناحیې د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي!

11 میزان 1401

 8988.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر زمرک "یاسر" د الکوزي له شرکتونو وړاندې د کابل بګرام سړک په پیل کې د دافع هوا تپې پر سر د اتلسمې ناحیې د اداري ودانۍ د جوړېدو  چارې له نږدې ولیدې او د چارو د کیفیت او چټکتیا په موخه یې مسئولانو ته لازمې لارښونې وکړې. د لیدنې په مهال انجینر یاسروویل چې، کاري پرسونل  باید د خوندیتوب په ټولو اړینو وسایلو سمبال شي، څو د زړه بوږنونکو پيښو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي. د یادولووړ ده چې تر دې دمه د یادې ودانۍ د جوړولو چارې (۷۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده چې د روان کال تر پایه یې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د اداري څانګو رسمي پتې، د دې سربیره چې ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته کوي، د کارکوونکو د کاري خوندیتوب لامل هم ګرځي.