د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا دوزیرمحمد اکبرخان له پځلسم سړک څخه د شیرپور تر لومړي سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، د (۳۹۱) مترو په اوږدوالي او (۲۲.۵) مترو پراخوالي، د لښتیو او پلو لارو په ګډون چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. هڅه کیږي څو د یاد سړک د جوړولو چارې د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. اوس مهال د سړک بنسټیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډیر ژر به یې دقیر کولو چارې هم پیل شي.