د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دګذر یوشمیر وکیلانو باورلیکونه ترلاسه کړل!

13 میزان 1401

 8993.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معینیت له خوا د باورلیکونو د ویش په دویمه ورځ، د ځینو ناحیو (۳۰ ) تنه ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول. په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، په ټولنیزو او کلتوري چارو کې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د خپلوخبرو په ترڅ کې وویل: د یادو باورلیکونو په ترلاسه کولو سره د ګذر وکیلانو مسئولیتونه زیاتیږي اوپه دولتي ادارو کې باور او رسمیت پیدا کوي. ښاغلي منصور زیاته کړه چې، اړینه ده څو دګذر وکیلان د خپلې سیمې ستونزې په ښه توګه وپيژني او د حل په موخه یې له مسئولانو سره شریکې کړي. وروسته د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري د ګذر وکیلانو د مهمو مسئولیتونو د تشریح کولو سربیره وویل چې، ګذر وکیلان باید له کابل ښاروالۍ سره د پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې همکار و اوسي او په دې برخه کې ریښتینې هڅې وکړي.نوموړي زیاته کړه چې د ښار په کچه به ټول ګذر وکیلان له کابل ښاروالۍ څخه باورلیکونه ترلاسه کړي.