الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وروستیو کې د ډېر شمېر حمامونو او سوناګانو کړنې ارزول شوې دي!

13 میزان 1401

 8994.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست د مسئولانو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نږدې سلو حمامونو او سوناګانو فعالیتونه ارزول شوي دي، چې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب له امله پکې اړین اصلاحات راغلي دي. د ارزونې په پایله کې (۲۱) حمامونه چې فعالیتونه یې د کابل ښاروالۍ له معیارونو سره برابر نه وو، وتړل شول او د ژمنې له اخیستو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه. پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست کارکوونکو د حمامونو او سوناګانو مسؤلانوته یو شمېر روغتیایي لارښونې  وکړې او سرغړونکو ته یې سپارښتنه وکړه څو حفظ الصحې ته په جدي توګه پام وکړي. دغه راز د حمامونو او سوناګانو د فاضلاب سیسټمونه هم و ارزول شول او د اړینو اصلاحاتو راوستو سپارښتنې ورته وشوې.  د دې برخې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.