الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د صنعتي پارکونو فعالیت کوونکو ته د کابل ښاروالۍ خبرتیا!

13 میزان 1401

8996.jpg (1200 × 675)د ترلاسه شویو شکایتونو او ليدونو پر بنسټ، د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې ډیري فابریکو د لوګي د تصفېې لپاره فلټر نه دي لګولي چې د دوی دغه کار د هوا دککړتیا لامل ګرځیدلی دی. دغه راز د یادو فابریکو کارکوونکي د دې سربېره چې، د خوندیتوب په وسایلو نه دي سمبال، په خپلو سیمو کې چاپیریال ساتنې ته هم پام نه کوي. یوځل بیا د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې فعالیت کوونکو او د فابریکو مالکانو ته خبر ورکول کیږي، چې د فعالیت پر مهال د لوګي د تصفېې له فلټر ګټه پورته کړي او د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب سپارښتنې او اصول په پام کې ونیسي. د لوګي د تصفېې فلټر باید د فابریکي د فعالیت پر مهال روښانه او فعال وي. که چیرته د فابریکو مالکان یادې سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او د هوا د ککړتیا لامل شي، فعالیتونه یې بند او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پیژندل کیږي چې بیا د شکایت حق نه لري.