د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه په بیلابیلو ناحیو کې د اوبو د هغو لښتیو د پاکولو چارې دوام لري، چې د یو شمیر ښاریانو د ناغیړۍ له امله بند شوي وو. د کابل ښاروالۍ مسئولان واټونو ته څیرمه او د کوڅو او سړکونو د اوبو لښتیو پاکول خپل کاري لومړیتوب ګڼي، څو د موسمي اورښتونو له امله رامنځته کیدونکي ګواښونه لمنځه یوسي. یاده اداره له ټولو کابل ښاریانو هیله لري، څو په لښتیو او ویالو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي، ځکه د بیرته پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ډیر شمیر بشري او مالي سرچینې مصرف کیږي.