الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کوټه سنګي تر کمپنۍ چوک د سړک په اوږدو کې تنظیفي او د زرغونتیا حشر ترسره شو!

14 میزان 1401

 8998.jpg (1200 × 675)

په یاد حشر کې د زرغونتیا ریاست او د پنځمې ناحیې  د مسئولانو سربېره، ګذر وکیلانو او له ۱۵۰ ډیرو ښاریانو ګډون کړی وو. د حشر په پایله کې له کوټه سنګي تر کمپنۍ چوک د سړک منځني ګلدان  له کثافاتو پاک او د زرغون کولو لپاره چمتو شو. ګډون کوونکو ښاریانو ژمنه وکړه چې د یاد ګلدان په زرغون کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د ګلدان خاورې بدلولو او پر ځای یې د کرنیزې خاورې اچولو چارې هم پیل شوې. ورته مهال هغو ځوانانو چې په تنظیفي حشر کې یې ګډون کړی وو، په ښاري پاکۍ او زرغونتیا کې یې مرسته خپله دنده وبلله. د دوی په وینا هر کابل ښاري مسئول دی څو د خپل ژوند شاوخوا سیمې له کثافاتو پاکې او زرغونې کړي.