د دولسمې ناحېې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم او نهم بلاک کې د ۱۵،۳ کیلو مترو په اوږدوالي د فرعي سړکونو په جوړولو کار روان دی. ټاکل شوې ده دا پروژه تر څو راتلونکو میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اتم او نهم بلاک د فرعي سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د خټو او خاورو دشتون له پلوه د سیمې د اوسیدونکو ستونزې حل او له بل لوري به په ترانسپورټي برخه کې هم غوره بدلون راشي.