د کابل ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي او اقتصادې ودې په موخه، په اتمه ناحیه کې د یوه سوداګریز کمپلکس د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. یاد مارکیټ په (۸۰۵) متر مربع ځمکه کې د شپږو پوړونو په درلودلو سره په بنسټیزه توګه جوړیږي چې تر دې دمه یې (۸۰ ) سلنه کارونه ترسره شوي او تر راتلونکو څو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو د مدیریت ریاست انجنیران په دوامداره توګه د یاد مارکیټ د جوړېدو له چارو څارنه کوي.