د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له اهل هنود او سِک ښاریانو سره ولیدل!

17 میزان 1401

 9005.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له یو شمېر اهل هنود او سِک هېوادوالو سره د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې بحث وکړ. دوی د ښاري آسانتیاو په رامنځته کولو کې د کابل ښاروالۍ له پاملرنې مننه وکړه او ویې ویل چې، دا خدمتونه دوی ته دا روحیه ورکوي چې ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه کیږي. اهل هنود او سِک ښاریانو د کابل ښاروالۍ له مشرتابه وغوښتل، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي. دوی دغه راز هیله وښوده چې د ګذر وکالت ټاکنو په لړۍ کې به دوی ته هم ونډه ورکړل شي. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل چې، اهل هنود او سِک ښاریان هم دوی ته د نورو ښاریانو په څیر ارزښت لري او ژمنتیا لري چې د اوسېدو په سیمو کې به ورته ښاري آسانتیاوې رامنځته کړي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې، د کابل ښاروالۍ مسئولان ژمن دي څو د اهل هنود او سک ښاریانو هر راز ستونزو ته ورسیږي.