الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ژوبڼ د ښوونځيو زده کوونکو لپاره د علمي سفر مناسب ځای دی!

17 میزان 1401

 9006.jpg (1820 × 1024)

کابل ژوبڼ د یوې علمي او تحقیقاتي موسسې په توګه، د زده کوونکو د علمي سفر لپاره یو مناسب ځای ده څو د ژویو د ژوند په اړه د نني نسل علمي کچه لوړه شي. د کابل ژوبڼ د ښوونې او روزنې مدیر نجیب نظري وايي: هره ورځ د کابل ښار او نورو ولایتونو له بېلابېلو ښوونځیو څخه په سلګونو زده کوونکي کابل ژوبڼ ته راځي او دوی ورته د ژویو د ژوند او ارزښت په اړه معلومات ورکوي. د نوموړي په وینا، د کابل ژوبڼ د ښوونې او روزنې څانګې د کارکوونکو له لوري زده کوونکي ښاري اصولو، له ژوبڼ څخه د لېدنې  اصولو او د طبیعت د ښکلا پیژندلو ته هڅول کیږي. دغه راز زده کوونکو ته له کابل ژوبڼ څخه د لېدنې پرمهال یو شمېر مجلې او نور روزنیز توکي هم ویشل کیږي.