ترانسپورټي آسانتیاو او پاک چاپیریال ته د لاس رسي په موخه، د دولسمې ناحیې د پنځه ویشتم ګذر په نوآباد سیمه کې د (۲۵۰۱) مترو په اوږدوالي د یوه سړک د کانکریټ کولو او د (۱۰۵۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانال د جوړېدو چارې روانې دي. تر اوسه د یادې پروژې (۸۰ )سلنه چارې د قراردادي شرکت له لوري مخته تللې او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به یې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د سړکونو په جوړېدو سره نه یوازې ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته کیږي، بلکې خلک کولای شي پاک چاپیریال ته هم لاس رسی پیدا کړي.