الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له غږیزې ککړتیا څخه پر مخنیوي او ښاري نظم ساتلو ټینګار وکړ!

17 میزان 1401

 9009.jpg (1200 × 675)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د آیسکریم جوړولو د یو شمېر شرکتونو له استازو سره د دوی د فعالیت د څرنګوالي او د ښاري اصولو او قوانینو د پام کې نیولو په اړه بحث او خبرې وکړې. نوموړي سره له دې چې د خصوصي سکټور فعالیت کوونکي یې وهڅول وویل چې، هر ډول سوداګري او تشبث باید له ښاري قوانینو او اصولو سره برابر وي. کابل ښاروال د یادو شرکتونو له استازه هیله وکړه چې، په ښاري سیمو کې دې د بې نظمیو رامنځته کولو او غږیزې ککړتیا جوړولو څخه ډډه وکړي. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې د ایسکریم جوړولو د شرکتونو پلورونکي دې د پلور پر وخت په سړکونو او کوڅو کې غږیزه ککړتیا نه رامنځته کوي او که چېرته له دې وروسته د دوی دا کار ولیدل شي له دې جدي قانوني چلند سره به مخ شي. د شرکتونو مسئولانو ژمنه وکړه چې، له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي او ښاري نظم ساتلو برخو کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.