الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له کلتوري مرستيال سره وليدل !

17 میزان 1401

 9010.jpg (1200 × 675)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د تاریخي ځایونو د ساتنې او بیارغونې په اړه په کلتوري چاروکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره بحث او خبرې وکړې.   لومړی کابل ښاروال په کابل ښار کې د تاریخي او اسلامي ارزښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ په پلانونو کې د تاریخي ارزښتونو او میراثونو ساتنې او بیارغونې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. نوموړي وویل چې، دکابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست چمتو ده څو د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره د تاریخي میراثونو په بیارغونه او ساتنه کې همکاري وکړي. ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي خبرې وکړې او ویې ویل: یاد وزارت پلان لري څو د کابل ښار په کچه تاریخي سیمې بیا ورغوي. د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ به په دې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او وروسته به عملي ګامونه پورته شي.