الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې دودونو ډیر شمیر هوټلونه له روغتیايي معیارونو سره برابر فعالیت کوي!

18 میزان 1401

 9013.jpg (1200 × 675)

 د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست په دې وروستیو کې د ودونو د ( ۱۲۸ ) هوټلونو له فعالیت څخه څارنه کړې ده او د دوی کړنې یې ارزولې دي چې په پایله کې یې د ودونو ( ۱۱۵ ) هوټلونو خپل فعالیتونه اصلاح کړي وو او ( ۲۳ ) نوریې بیا د سرغړونو له امله بند او مهرولاک شوي دي. د یادو هوټلونو مالکانو ته سپارښتنه شوې ده څو هر څه ژر خپل فعالیتونه له ښاري اصولو ، قوانینو او روغتیایي معیارونو سره برابر کړي، له دې پرته به ورسره جدي قانوني چلند وشي.  همدا راز د هوټلونو مالکانو ته سپارښتنه وشوه، څو خپل پخلنځي کاشي کاري کړي، له پلاستیکي لوښو ګټه پورته نه کړي، د لوښو وینځلو منظم ځای ولري، په پخلنځي کې د لوګي د تصفیې لپاره فلټر نصب او ورته نورې روغتیايي سپارښتنې په پام  کې ونیسي. د یادولو وړ ده چې، د ښار په کچه د ټولو  ودونو تالارونو فعالیتونه په کلکه څارل کیږي.