الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه!

18 میزان 1401

 9014.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري د اوولسمې ناحیې د رئیس او مشرانو په ګډون د یادې ناحیې په انګړ کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په یادو مراسمو کې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د اسلام له نظره د جومات جوړولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې، جوماتونه نه یوازې د عبادت ځایونه دي، بلکې د اخلاقي او اسلامي پوهې د ترلاسه کولو ځایونه هم بلل کیږي او د مینې او ورورولۍ آواز ترې پورته کیږي. ټاکل شوې ده په یاد جومات کې چې په بنسټیزه توګه به جوړ شي د اوولسمې ناحیې د مسئولانو او ښاریانو سربیره د کوتل سړک مسافران هم لمونځ کوي. د پرانیستې په مراسمو کې د اوولسمې ناحیې ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ښاریانو د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د خیر دعا هم وکړه.