د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د امنیت پروژې سړک په اوږدو کې د استملاکي کورونو په ویجاړولو کار پیل شو!

18 میزان 1401

9015.jpg (1200 × 675)

د دولسمې ناحیې اړوند له بګرامیو څخه تر الوخیلو او قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې دسړک په اوږدو کې د استملاکي کورونو او ملکیتونو د ویجاړولو چارې پیل شوې.  دکابل ښاروالۍ داستملاک رئیس انجینرعبدالمتین حنیف وايي، چې دیاد سړک په اوږدو کې ۴۰ کورونه او ملکیتونه تر استملاک لاندې دي او نن یې په عملي توګه د ویجاړولو چارې پیل شوې. د نوموړي په وینا د کورونو او ملکیتونو مالکانو  ته به داستملاک قانون له مخې حقوق ورکړل شي. یاد سړک د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون، په بنسټیزه توګه د (۷۳۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو پراخوالي  سره جوړیږي، چې له بګرامیو تر احمدشاه بابا مېنې او دقلعه زمان خان مهم سړکونه یو له بل سره نښلوي.