د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت د ټاکنو په دوام، د اتمې ناحیې د درې څلویښتم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې چې، په پایله کې یې سید معروف د (۱۷۱) رایو په ترلاسه کولو سره د دریو کلونو لپاره د یاد ګذر وکیل وټاکل شو. د قوانینو او کړنلارو له مخې ګذر وکیل مسئولیت لري څو د سیمې ستونزې په نښه او د حل په موخه یې له مسئولانو سره شریکې کړي.