د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

یو ټن تېروخته او بې کیفته خوراکي توکي راټول او ولیږدول شول!

19 میزان 1401

 9018.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو روغتیا ته د پاملرنې په موخه د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست او د اوومې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې اړوند د اقای علي شمس، چهلستون، دوغ آباد، ده دانا او علاءالدین له بازارونو یو ټن تیر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولیږدول شول. د اوومې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر حکمت الله حقمل وایي چې، په دې توکو کې څښاک مواد، صابون، کچپ، شیریني باب او نور مواد شامل دي. هټیوالو او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو ډډه وکړي. له ټولو ښاریانو هېله کیږي چې، د پیرلو پر وخت د توکو نېټې او کیفیت ته پام وکړي.