الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د عقیدوي درسونو په لړ کې نن د بعثت د لسم کال پېښو په اړه معلومات وړاندې شول!

19 میزان 1401

 9019.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د عقیدوي درسونو په لړ کې نن د بعثت د لسم کال د پیښو په اړه کارکوونکو ته معلومات وړاندې شول. د ارشاد او دعوت ریاست مدرس وویل چې، د بعثت په لسم کال د نبي کریم ص په ژوند کې مهمې پیښې وشوې چې، د پیغمبر ص د تره ابو طالب مړینه، د بي بي خدیجه الکبرا مړینه او طایف ته د نبي کریم ص سفر یې د یادونې وړ دی. د ارشاد او دعوت ریاست مدرس دغه راز د معراج پیښې ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې له همدې پیښې وروسته په مسلمانانو پنځه وخته لمونځ فرض شو. د یاد ریاست له لوري هره ورځ د ماسپښین تر لمانځه وروسته کارکوونکو ته د عقېدې درسونه وړاندې کیږي.