الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د قلعه زمان خان سړک له قیر چارو لیدنه وکړه!

20 میزان 1401

 9020.jpg (910 × 512)

د چارو د دقت او چټکتیا په موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر یاسر او د ودانیزو چارو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د قلعه زمان خان شپیته متره سړک د اصلي لیکو له قیر چارو لیدنه وکړه. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه وکړه چې د یاد سړک قیر چارې دې په پوره دقت او معیاري توګه ترسره شي او په دې برخه کې ورته د مسئولانو ناغیړي د منلو وړ نه ده. نوموړي دغه راز د چارو د لا ښه والي په موخه مسئولانو ته ځانګړې لارښونې هم وکړې. د قلعه زمان خان شپیته متره سړک له مهمو سړکونو شمېرل کیږي چې د ښار مرکزي برخې له دولسمې ناحیې او ختیځ زون سره نښلوي.