الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د فاضلاب د تصفیې له نوې جوړېدونکې فابریکې د کابل ښاروال لېدنه!

20 میزان 1401

 9021.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې، د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني یې ملتیا کوله، د اتمې ناحیې اړوند د بګرامیو تپې پر سر د ټرسټ قراردادي شرکت له لوري د فاضلاب د تصفيې له نوې جوړېدونکې فابریکې لېدنه وکړه اود تصفیې خونې د لا ښه والي په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. کابل ښاروال د زرغونو سیمو د خړوب او تر ځمکې لاندې اوبو د سپما کولو په برخه کې د فاضلاب د تصفیې فابریکې جوړېدل جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې، دوی به د دا ډول نورو فابریکو له جوړېدو ملاتړ او هرکلی کوي. د یادې فابریکې له تصفیه شویو اوبو څخه به نه یوازې د بګرامیو تپې د ونو په خړوب، بلکې د اتمې ناحیې د نورو زرغونو سیمو په خړوب کې هم ګټه واخیستل شي. ټاکل شوې ده ډیر ژر د یادې فابریکې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.