کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یادې ادارې له ګڼ شمېر مراجعینو سره ولیدل او د ستونزو او غوښتو د حل په موخه یې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د ښاریانو د اسنادو په پړاونو کې باید د مسئولانو له لوري ناغیړي ونشي او زیاته یې کړه، چې هیڅ مسئول حق نه لري د ښاریانو کارونه په بیلابیلو پلمو وځنډوي. کابل ښاروال هره اونۍ له لسګونو ښاریانو سره د هغوی ستونزو ته د رسېدو په موخه نیغ په نېغه ګوري او د ستونزو د حل په موخه مسئولانو ته ځانګړې لارښونې کوي.