الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي د اور وژنې پېښو ته د رسېدو په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو ده!

21 میزان 1401

 9024.jpg (910 × 512)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د اور وژنې ادارې له لوی رئیس الحاج حافظ نورالله او د یادې ادارې د څارنې له مدیر الحاج سمونوال محمد امین سره په ناسته کې د اور لګیدنې پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د بندو سړکونو او کوڅو د پرانیستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. په پیل کې د اور وژنې ادارې لوی رئیس د کابل ښاروالۍ کړنې وستایلې او له کابل ښاروال څخه یې د بېړنیو پیښو پرمهال د ژورو څاه ګانو له اوبو څخه د وړیا ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې، د اورلګېدنو پېښو پرمهال د کابل ښاروالۍ د ژورو څاه ګانو له اوبو ګټه اخیستل به له دوی سره مرسته وکړي، څو پېښو ته پر وخت ورسیږي. وروسته کابل ښاروال د کابل اور وژنې ریاست د وروستیو هڅو ستایلو سربیره دا هم وویل چې، کابل ښاروالۍ د پېښو د زیانونو کمولو په موخه له یادې ادارې سره هر راز مرستو ته چمتو ده. د ناستې په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به خپلې ګډې همکارۍ لا پیاوړې کړي.