د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میلادالنبي (ص) له نیکمرغه ورځې څخه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه وشوه!

23 میزان 1401

 9025.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري په چهلستون بڼ کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د میلاد له ورځې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه وشوه. په دې مراسمو کې د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو، دیني عالمانو او له درې زرو څخه ډیرو ښاریانو ګډون کړی وو. د مراسمو په پیل کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په خپله ویناکې ګډون والو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې، اړتیا ده  چې د داسې ورځو له نمانځلو څخه درس او پند واخیستل شي، څو خلک دستر پیغمبر (ص) د سیرت په معني او مفهوم پوه شي. ورپسې د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وینا وکړه او وویل: اوسنۍ نظام د محمدي شریعت د پلي کولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه نه کوي.  نوموړي  وویل چې، د نبي کریم (ص) د میلاد له ورځې نمانځنه په حقیقت کې د لویو نعمتونو یادونه ده او د الله( ج )د نعمتونو یادول غوره او منل شوې اسلامي لاره ده.  په یادو مراسمو کې د بشریت د ستر لارښود نبي کریم (ص) او اصحاب کرامو د غوره اخلاقو یادونه هم وشوه او د ښوونځیو د زده کوونکو سربېره دهېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلو شاعرانو ترانې او نعتونه ولوستل.