د لومړۍ ناحیې اړوند سپاهي ګمنام څلي( میوند آبدې) د بیارغونې چارې، چې موده وړاندې پیل شوې وې،لاهم روانې دي.یاد څلی د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د معمارۍ پخوانۍ بڼې ته یې په کتو د تاریخي ارزښتونو د ساتلو په موخه جوړیږي. د سپاهي ګمنام څلي د بیارغونې په چارو کې، د څلي مرمت کول، د تیږو فرش، د روښنایۍ او ښکلا څراغونو نصب او د زرغونې سیمې جوړول شامل دي.