د لومړۍ ناحیې اړوند د پل آرتل ګذر د بالاکوه سړک دکانګریټ کولو چارې، د (۴۵۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو پراخوالي سره، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د پل آرتل غره په لمنوکې د کوڅو او سړکونو په کانګریټ کېدو سره به د ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، خلکو ته نورې ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي.