الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کار، ساتنې او مراقبت له ریاست څخه ليدنه وکړه!

24 میزان 1401

 9030.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې، د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر یاسر یې ملتیا کوله، د کار، ساتنې او مراقبت له ریاست څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې په ترڅ کې کابل ښاروال د یاد ریاست تخنیکي وړتیا، سرچینې او امکانات مثبت و ارزول  او ټینګار یې وکړ چې، په ښاري پروژو کې دې له یادو سرچینو او امکاناتو ډیره ګټه واخیستل شي. کابل ښاروال د یاد ریاست د کارکوونکو ستونزې واورېدې او ویې ویل چې، د کار ساتنې او مراقبت ریاست د نوې ماشینرۍ او وسایلو لپاره د موجوديت په اړه به اړين اقدامات وشي. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په خوشحال خان مېنه، وزیرمحمد اکبرخان، قلعه زمان خان او د بګرامیو نساجۍ په سیمو کې د سړک جوړولو او یو شمېر نورو پروژو چارې پر مخ وړل کیږي.