کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت د ټاکنو پر دوام ، د اتمې ناحیې اتلسم ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې، په پایله کې محمدرفیع امیرزاده د ۲۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره، څلورو کلونو لپاره د یاد ګذر د وکیل په توګه وټاکل شو. د قوانینو او کړنلارو له مخې ګذر وکیل مسئولیت لري څو د سیمې ستونزې په ګوته او د حل په موخه یې له مسئولانو سره شریکې کړي.
د اتمې ناحیې اتلسم ګذر لپاره وکیل وټاکل شو
8 قوس 1401