د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې د ښاري فرهنګ دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

15 قوس 1401

9036.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په  مشرۍ د دویمې ناحیې له ګذر وکیلانو، ځوانانو، دیني عالمانو او د اصنافو له استازو سره د ښاري فرهنګ دودونې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د ګذر وکیلانو په ټولنیزو او فردي مسئولیتونو خبرې وکړې او له زیاته یې کړه چې، هر یو زموږ باید د ښاري آبادۍ او قانومند ژوند په برخو کې د هیوادنۍ مينې له مخې مسئولیت ادا کړو، څو په دې توګه ډیر ژر په ښاري ژوند کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسو. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، غوره ښاري ژوند ته د رسېدو لپاره باید ټول ښاري اصول او قوانین ومنو. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد، د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم، د یادې ناحیې د عالمانو شورا رئیس قاري محمد عمر او د ګذر وکیلانو په استازیتوب میرحیدر د غونډې نور ویناوال وو چې، هره یوه په خپله برخه کې ښاري ژوند ته د رسېدو لپاره له کابل ښاروالۍ سره د مرستې کولو تینګار وکړه څو ښاریان د ښاري اصولو او قوانینو په پام کې نیولو ته وهڅوي. یاده غونډه چې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمریت له لوري په لاره اچول شوې وه، پکې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي، ښاري آبادۍ، زرغونتیا او پاکۍ په اړه یو شمېر ویډیويي کلیپونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل.