الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې او زرغونتیا ریاست مسئولان وستایل شول

15 قوس 1401

9037.jpg (1820 × 1024)

له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ پورې د سړک منځ ګلدان ته د لازیاتې پاملرنې او ددې ګلدان د زرغونتیا په برخه کې د هلوځلو له امله، د پنځمې ناحیې اړوند ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو شورا ګانو له خوا، د زرغونتیا ریاست رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د یاد ریاست مرستیال سراج الدین پټان او د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وستایل شول. د ستاینلیکونو ورکړې پر مهال یوشمیر ګډونوالو د خپلو ویناوو په ترڅ کې، د ښار د آبادۍ، پاکوالي او پرمختګ په برخه کې د کابل ښاروالۍ وروستۍ هلې ځلې وستایلې او له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ پورې د سړک منځ ګلدان یې د کابل ښار مهم ګلدان وباله اوژمنه یې وکړه چې، دیاد ګلدان د زرغونتیا په ساتلو کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. همداشان د کابل ښاروالۍ مسئولانو ډاډورکړ چې، خلکو ته به ریښتیني او ګټور خدمتونه وړاندې کوي او د سیمې د پرمختګ او پراختیا لپاره به لاډیرې هڅې وکړي.