الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د سړک جوړولو او څراغ نصبولو دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

16 قوس 1401

9044.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند په تڼي کوټ سیمه کې د سړک جوړولو او روښانه کولو دپروژې چارې بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري  د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په هغو مراسموکې  چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړشوي وو، د سیمې اوسېدونکو او د هبیتات دفتر استازو ګډون کړی وو. په دې مراسموکې کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې د هبیتات موسسې له دفتر څخه مننه وکړه او وویل: په محرومو سیمو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه زموږ هڅې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ ټول پروګرامونه د ارزول شویو پلانونو له مخې د ښار د معیارې ودې لپاره جوړ شوي، چې یو په بل پسې به په بېلابېلو ناحیو کې پلي شي. په دې پروژه کې د (۵۵۰) مترو په اوږدوالي او  (۵) مترو پراخوالي سره د لښتیو په ګډون یو سړک، د (۴۰) مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال شامل دې. همداشان د سړک روښانه کولو لپاره(۲۸)  دلمریزې برښنا تختې د هبیتات دفتر په مرسته او د سیمې د اوسیدونکو په لس سلنه لګښت جوړې شوې دي.