الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له کمپنۍ څخه تر برچي پورې سړک د جوړیدو چارې له نږدې ولیدې

17 قوس 1401

9046.jpg (1200 × 675)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، له کمپنۍ څخه تر برچي پورې د نښلوونکي سړک په اوږدوکې د استملاک شویو کورنو د ویجاړولو او نورو خنډونو د لرې کولو چارې له نږدې ولیدې او د چارو دلا ګړندیتوب لپاره یې اړوندو مسوولانوته لازمې سپارښتنې وکړې. دغه سړک چې،(۲,۲) کیلومتره اوږدوالی او (۳۰) متره پراخوالی لري او دیوه معیاري سړک ټول جزیات پکې شامل دي، پنځمه ناحیه له دیارلسمې ناحیې سره نښلوي.  د یادولو وړ ده چې، په خپل وخت سره ددې پروژې د پلي کولو په موخه یاد سړک دجوړولو چارې له دواړو خواوو په چټکۍ سره روانې دي. کابل ښاروالۍ چمتو ده څو د دې سړک په اوږدوکې د استملاک شویو کورونو مالکانوته د استملاک قانون له مخې حقوق ورکړي.