
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د امام ابو حنیفه رح په نامه له جوړ شوي ملي او نړیوال نندارتون څخه چې په هغه کې له پانګه اچونې څخه د ملاتړ په موخه، کورني او نړیوال تولیدات نندارې ته وړاندې شوي، لېدنه وکړه. کابل ښاروال یاد نندارتون د پانګه اچونې د ودې او له کورني صنعت څخه د ملاتړ په برخه کې مثبت و ارزاوه او ویې ویل چې، د داسې نندارتونونو له لارې د ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ اړیکې پیاوړې کیږي او په ځانګړې توګه د پروژو پلي کولو په برخو کې به د شرکتونو د ماشینرۍ او ودانیزو توکو وړتیا ښکاره شي. دغه راز نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې، هڅه کوي د خپلو ټولو پروژو په پلي کولو کې په بشپړه توکه له کورنیو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي. کابل ښاروالي په دې باورده چې، د کورني او بهرني خصوصي سکټور لپاره د فرصت په برابرولو سره به د کابل ښار د ودې او پراختیا په برخو کې مهمې ټولګټې پروژې طرحه او پلې شي. په یاد نندارتون کې یوه غرفه په کابل ښاروالۍ پورې اړه لري چې، د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې تولیدات، د دې ادارې فعالیتونو په اړه اشتهارات او یو شمېر نور توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي وو. د دغه نندارتون نندارچیان د حکومت لوړ پوړي چارواکي، کورني او بهرني میلمانه، ملي او نړیوال متشبیثین او عام وګړي ؤ.


