د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته را ستېدونکو چارو ادارې (UNHCR) له لوري د نولسمې ناحیې سلو بې برېښنا کورنیو ته لمریزې برېښنایي تختې ووېشل شوې. د نولسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وایي چې، یادې برېښنایي تختې د ناحیې د مسئولانو په وړاندیز اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې. د یادې ناحیې مسئولانو دغه راز د سړو په موسم کې له اړمنو ښاریانو سره د مرستې کولو په موخه نورو موسسو او خیریه بنسټونو ته هم وړاندیزونه کړي دي. ټاکل شوې ده، یو شمېر کمپلې او خوراکي توکي هم د یادې ناحیې په اړمنو ښاریانو په نیږدې راتلونکې کې ووېشل شي.
د نولسمې ناحیې په اړمنو اوسېدونکو لمریزې برېښنايي تختې وویشل شوې
19 قوس 1401