د چاپیریال پاک ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري، په یو شمیر ښاریانو باندې له ټوکروڅخه جوړې شوې کڅوړې وویشل شوې. دویش په دې لړۍ کې ښاریانو ته د پلاستیکي کڅوړو د زیانونو په اړه د معلومات ورکولو سربیره ،دوی وهڅول شول څو د توکو اخیستلو پرمهال پلاستیکي کڅوړې ونه کاروي. دکڅوړو د ویش پرمهال ښاریان په دې هم وپوهول شول چې، پلاستیک په خپل جوړښت داسې کیمیاوي مواد لري چې د تجزیه کېدو وړ نه دي او د چاپیریالي ککړتیا سربیره، انساني روغتیا ته هم زیان رسوي. د یادونې وړ ده چې په یاد کمپاین کې له ټوکروڅخه جوړې شوې سلګونه کڅوړې د ښار په بیلابیلو سیمو کې په ښاریانو باندې وویشل شوې.
د چاپیریال پاک ساتلو په موخه، له ټوکرو څخه جوړې شوې کڅوړې وویشل شوې
21 قوس 1401