الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د یوه سړک او دریو کوڅو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل وشوې

21 قوس 1401

9060.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند په نیله باغ سیمه کې د یوه سړک،دریو کوڅو او دوه لښتیو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري په داسې حال کې چې، د هبیتات دفتر استازي  او دسیمې یو شمیر اوسیدونکي هم حاضر وو، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغومراسموکې چې له همدې امله جوړشوي وو،کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: د ښار د آبادۍ او ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې قوي هوډ لري او په همدې موخه اوس مهال دښارپه بلابیلوسیموکې کوچنۍ او لویې پروژې د پلي کېدلو په حال کې دي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، کوچنۍ عمراني پروژې هم کولای شي د محرومو سیمو د اوسېدونکو ستونزې حل او دوی ته نسبي آسانتیاوې رامنځته کړي. کابل ښاروالي په پام کې لري، څو برابرې پراختیا او د خپلو امکاناتو په پام کې نیولوسره، ډیر ژر لسګونه نورې کوچنۍ او لویې پروژې  د ښارپه بېلابېلو ناحیو کې پلې کړي.په دې سیمه کې د (۳۰۲) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو پراخوالي، د (۸۷) مترو په اوږدوالي د یوه لښتي په ګډون یو سړک او دویم لښتی د (۱۸۲) متره په اوږدوالي سره د(۴۲۰۰۰) امریکايي ډالرو په لګښت او دغه راز درې کوڅې، چې په ټولیزه توګه (۴۵۰)متره په اوږدوالي لري د لښتیو په ګډون د ( ۱۱۰۰۰) امریکايي ډالرو په لګښت په بنسټیزه توګه د هبیتات دفتر په مالي مرسته جوړ شوي دي. کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې  له ښاریانو وغوښتل څو د یادو پروژو او نورو تاسیساتو په خوندي ساتلوکې خپل مسئولیت ادا کړي.