د کابل ښاروالۍ د مسئولانو لخوا یو ځل بیا د کمپنۍ چوک شاوخوا زرغونې سیمې، ګلدانونه، پلې لارې او یاد چوک ته غځیدلي سړکونه له ښاري بې نظمیو څخه پاک او ګرځنده پلورونکي ټاکلو سیمو ته ولیږدول شول. دغه راز د هټیو مخې ته ناقانونه رغونې، د موټرو خپلسرتم ځایونه او نور خنډونه ، چې د لارو دبندیدو سبب ګرځیدلي وو له منځه یوړل شول. کابل ښاروالۍ په ګڼه ګوڼه سیمو کې ښاري بې نظمیو ته د حمایوي او تقویتي پروګرامونو له لارې رسېدنه کوي او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې، په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ کړي.
د کمپنۍ چوک سیمه له ښاري بې نظمیو څخه پاکه شوه
21 قوس 1401