د پنځمې ناحیې اړوند په سره میاشت ښارګوټي کې پنځلس جریبه ځمکه له غصب بېرته را وګرځول شوه. په یاده ځمکه کې مخکې د غاصبانو له لوري په بېلابېلو پلمو کورونه او ودانۍ په ناقانونه توګه جوړې شوې وې، چې له مخکې خبر ورکولو وروسته یې اوس د ویجاړولو چارې پیل شوې دي. د ځمکو بېرته راګرځولو او د ښاري قوانینو پلي کولو لپاره کړنلاره جوړه شوې ده او اوس مهال د پلي کېدو په درشل کې ده. کابل ښاروالي په هغه غصب شویو ځمکو چې، اوس مهال پکې ناقانونه رغونې شوې دي، خپل عملیاتي مکانیزم په بېلابېلو پړاونو کې پلی کوي. له غصب د دولتي ځمکو ساتنه د کابل ښاروالۍ مسئولیت دی، چې په تېر یوه کال کې یې سلګونه جریبه ځمکه له غصب بېرته آزاده کړې ده
پنځلس جریبه ځمکه له غصب بېرته را وګرځول شوه
23 قوس 1401