الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د موټرو د تګ راتګ په موخه یوشمیر پلونه جوړ او بیا رغول کیږي

23 قوس 1401

9064.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ برخې مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د (۷۷) په نوم پیژندل شوي تُرکي خصوصي شرکت له استازو سره په لیدنه کې د کابل ښار په ځینوسیموکې د نویو پلونو دجوړولو او ویجاړ شویو پلونو د بیارغولو  په اړه بحث او خبرې وکړې. د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال په داسې حال کې چې د یاد شرکت استازي هم ورسره مل وو، د کمپنۍ او برچي ترمنځ نښلوونکي پله د جوړولو او د بګرامیو پله د بیارغونې په موخه له یادو سیمو څخه لیدنه وکړه. ټاکل شوې ده  چې دغه شرکت یو شمېر ویجاړ شوي او یا هغه پلونه چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي د پلان له مخې په بنسټیزه توګه بیا ورغوي او یو شمېر نوي پلونه، لکه د کمپنۍ او برچي ترمنځ نښلوونکی پل جوړکړي.