د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د ښاري فرهنګ د ودې او د عامه تاسیساتو ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

24 قوس 1401

9067.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ عامولو او ودې په موخه، د څلورمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او دبیلابیلواصنافو استازو سره، په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ، د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې ښاریان د خپل بډایه اسلامي او افغاني کلتور ساتلو ته وهڅول او زیاته یې کړه چې، ګذر وکیلان باید له ښاروالۍ سره په همغږۍ د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو، چاپیریال ساتنې، دښارپاکوالي او په پسرلي موسم کې د نیالګیو کینولو په برخو کې همکار و اوسي او ښاریان دې هم دغوکارونوته وهڅوي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع ا لله زاهد هم په خپله وینا کې د دې غونډې د جوړیدو په هدف باندې رڼا وچوله او ښاري اخلاق او نزاکتونه یې یوه ټولنیزه اړتیا وبلله.  دغونډې په بله برخه کې د څلورمې ناحیې رئیس سید محمود هاشمی د خپلو خبرو په یوه برخه کې، ښاریان د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو څخه ملاتړ ته را وبلل او ویې ویل چې، د څلورمې ناحیې اوسېدونکي قانون منونکي دي او هر وخت یې له ناحیې سره په اړوند برخو کې مرسته کړې ده. په دې غونډه کې د یادې ناحیې یوشمیر اوسیدونکو په یوه خوله له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه. د کابل ښاروالۍ د عامه اړیکو او پوهاوي آمریت، د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د همکارۍ روحیې پیاوړي کولو او د ښاري فرهنګ د ودې په موخه، په ټولو ناحیو کې دغه شان غونډې ترسره کوي، چې تر اوسه یې مثبتې پایلې درلودلې دي.