کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یادې ادارې له ګڼ شمېر مراجعینو سره وکتل او د دوی عریضو ته یې رسېدنه وکړه. نوموړي د مراجعینو پر ځای غوښتنو او ستونزو ته د رسېدو په اړه مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې او ویې ویل چې، د ښاریانو د اسنادو د پړاونو په ترسره کولو کې باید ناغیړي ونشي او د دوی کارونه دې په بېلابېلو پلمو نه ځنډول کیږي. کابل ښاروال هره اونۍ له لسګونو مراجعینو سره په نیغه توګه ګوري، څو له ستونزو یې ځان خبر کړي او اړینه رسېدنه ورته وشي.
کابل ښاروال د یادې ادارې له ګڼ شمېر مراجعینو سره وکتل
24 قوس 1401