د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کمپنۍ – برچي سړک په اوږدوکې له میشتو اوسیدونکوسره ولیدل

26 قوس 1401

9069.jpg (1024 × 576)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، تیره ورځ د کمپنۍ – برچې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدوکې له یوشمیر اوسیدونکو سره ولیدل. دغه سړک چې کمپنۍ سیمه له برچې سره نښلوي، د قمبرڅلورلارې له بلاکونو څخه د نقاش حمام تر کوڅې پورې غځیدلی ده، چې د کابل ښار لودیځې سیمې یو بل سره نښلوي. کابل ښاروالۍ ژمنه کړې څو دپل سوخته په سیمه کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه دغه سړک په بنسټیزه توګه جوړکړي. کابل ښاروال دیادې سیمې له اوسیدونکو غوښتنه وکړه څو د دغې پروژې په پلي کولوکې ورسره مرسته وکړي. وروسته د یادې سیمې اوسیدونکو د دغې پروژې د پلي کیدو په وړاندې د پرتو ستونزو او خنډونو له منځه وړلو په موخه د هر راز مرستو ډاډ ورکړ او دیاد سړک له جوړیدوڅخه یې د خوښۍ څرګندولو سربیره، د کابل ښاروالۍ د پلانونو له پلي کیدوڅخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ. په پام کې ده دغه سړک د ۲،۲  کیلو مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو پراخوالي سره، چې پنځمه ناحیه له دیارلسمې ناحیې سره نښلوي، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په بنسټیزه توګه جوړشي.