الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه

26 قوس 1401

9071.jpg (1820 × 1024)

د چارو د ښه ترسره کېدو او ښاریانو ته د پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په یاده غونډه کې د نویو زیربنایي پروژو د تدارکاتي برخې، د وسایلو او سرچینو غښتلي کولو او له شته امکاناتو څخه د غوره ګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې وشوې. دغه راز په ۲۲ ګونو ناحیو کې د خدمتونو وړاندې کولو شته وضعیت و ارزول شو او اړینې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، نوي پروژې دې هر څه ژر پلې شي او د تنظیفي، زرغونتیا او ښاري نظم د مدیریت په برخو کې دې لا ډیر کار ترسره شي.