الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشت ګونو ناحیو د ملکیتونو له مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

26 قوس 1401

9072.jpg (1024 × 576)

د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست د کابل ښاروالۍ د جایدادونو د تثبیت او په کتابي او الکترونیکي بڼه د واحدې سرچینې په توګه د ملکیتونو او عامه شتمنیو د ثبت په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه. یاده غونډه د ملکیتونو ریاست د مرستیال په مشرۍ د دوه ویشت ګونو ناحیو د ملکیتونو له مدیرانو سره ترسره شوه. په دې غونډه کې د دولتي او عامه ملکیتونو په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو، په پلي کېدونکو پروژو کې د نه استملاک شویو نمرو د ستونزو حل، د غصب شویو ځمکو او هغه سپینو نمرو چې په کابل ښار کې د ویش وړ دي، بحث او خبرې وشوې. د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو مرستیال په دې برخه کې د مدیرانو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل چې، د ا،ا، ا له بریا وروسته له غصب بېرته آزاد شوي ملکیتونه باید په اړوند ناحیو کې ثبت او راجستر شي او په اړه یې د ملکیتونو ریاست ته هم باید خبر ورکړل شي. له دې وړاندې د ملکیتونو او جایدادونو د ثبت او راجستر لپاره منظمه کړنلاره نه وه.اوس د ملکیتونو ریاست په نوښت د لومړي ځل لپاره د ملکیتونو او جایدادونو د ثبت او راجستر لپاره په کتابي او الکترونکي بڼه ځانګړې کړنلاره جوړ شوې ده او د پلي کېدو وړ ده، چې تر دې دمه یو شمېر مدیریتونو دا کړنلاره پلې کړې ده او هر کال یاده کړنلاره بیا کتل کیږي.