الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بگرامیو په منډيي کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه

26 قوس 1401

9074.jpg (1024 × 576)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پانګه اچونې د ودې او ملاتړ په موخه، د بګرامیو په منډيي کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه، چې د یوه کورني سوداګریز شرکت له خوا وړاندې شوې وه مثبته و ارزوله. په یاده طرحه کې د سړو خونو، میوې مارکیټ او د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د نورو څانګو جوړول شامل دي او د لا بډاینې په موخه یې کابل ښاروال خپل نظرونه وړاندې کړل او ویې ویل چې، یاده طرحه دې د پلي کېدو په موخه د ریاست الوزار مقام ته د منظورۍ لپاره واستول شي. کابل ښاروال وویل: د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې له ښو او جوړونکو طرحو څخه هرکلی کوي او کابل ښاروالي چمتو ده څو په دې برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي. کابل ښاروالي پلان لري څو د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو د منډيي په ۱۶۴ جریبه ځمکه کې د خصوصي سکټور په مرسته د پام وړ بدلونونه راولي.