
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا او کار، ساتنې او مراقبت ریاستونو له لوري له پل محمودخان څخه تر یک پیسه ګي پله پورې دغځېدلي سړک دمنځ ګلدان بیارغولو چارې پیل شوې. د بیارغولو په دې چاروکې د خاورې بدلول، د جدولونو نصب، چمن کرل او د ونو او بوټو اصلاح کول شامل دي. دغه راز د جدلونو تر نصبولو وروسته به د ترافیکي چارو د همغږۍ او ښاري ترانسپورټ ریاست له لوري د یادو جدولونو د رنګولو چارې هم ترسره شي، چې په دې کار سره به له یوې خوا ښاري ښکلا رامنځته شي او بل لوري به په ترافیکي بهیرکې ښه والی راشي.


