د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د قصبې سیمې له موټر پلورونکو سره وکتل

29 قوس 1401

9076.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د قصبې سیمې له موټر پلورونکو سره د کابل ښاروالۍ د جایدادونو د کرایې په اړه چې، د تېرو کلونو را پدیخوا د کابل ښاروالۍ له لوري شاوخوا ( ۱۹۰ ) میلیونه افغانۍ پوروړي دي وکتل. کابل ښاروال وویل چې، ښاروالي یوه لویه خدماتي اداره ده او د خپلو عوایدو پر بنسټ ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې، هیڅ حقیقي او حکمي وګړي باید د صفایۍ محصول او نورو عوایدو په ورکولو کې ناغیړي ونه کړي. د قصبې سیمې پر موټر پلورونکو پورونه ملي شتمني او د بیت المال پانګه ده. دوی د صنفي جواز او د لوحو د ټکس د (۷۹۴) رسمي جریدې  پر بنسټ له تیرو څو کلونو را پدیخوا د کابل ښاروالۍ پوروړي دي. کابل ښاروالي له دوی غوښتنه کوي، څو هر څه ژر د کابل ښاروالۍ پورونه ادا کړي، کنه له دې پرته به قانوني چلند ورسره وشي. مخکې په یاده سیمه کې ۴۴ موټر پلورونکي حاضر شوي ؤ چې د کابل ښاروالۍ مقام د حکم پر بنسټ به خپل پورونه د دوه کلنو په جريان کې په قسط وار ډول اداء کړي کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه وکړه چې، د یادو موټر پلورونکو قراردادونه دي هرڅه ژر نوي شي، له دې پرته به راتلونکي مسئولیتونه خپله د موټر پلورونکو په غاړه وي.